دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 293460
د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی
د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې اداره وايي، د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د تېز باد او سېلابونو د ورېدو احتمال شته.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن (شنبه، د سرطان ۲۳مه) او سبا په بدخشان، تخار، کندز، بلخ، سرپل، بلخ، سرپل، بامیان، سمنګان، بغلان، پنجشیر، پروان، کاپیسا، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او میدان وردګ ولایتونو کې اورښت خبرداری ورکړی دی.

د هوا پېژندنې ادارې ويلي، چې په بېلابېلو ځايونو کې د باران اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.

دغه رياست همدا راز زياته کړې، چې په شمالي، لويديځو، سوېل او د سالنګ په ولايتونو کې له دوړو سره د قوي بادونو د ورېدو امکان شته، چې سرعت يې په يو ساعت کې له ٥٠ څخه تر ٨٠ کيلومترو پورې په بېلابېلو ځايونو کې اټکل شوى دى.
https://avapress.com/vdcjmte8yuqehxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته