افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا اداري مرستيال مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د رئیس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د سعودي عربستان له سفير فيصل بن طلق البقمی سره وکتل.
عبدالسلام حنفي په دې کتنه کې وویل چې اسلامي امارت د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي، اقتصادي، کلتوری او دیني برخو کې تاریخي اړیکو ته په پام سره هڅه کوي چې په راتلونکي کې هم دغه اړیکې لا پراخې کړي.
له بلې خوا فيصل بن طلق البقمی د دواړو هېوادونو د تاریخي اړیکو په اړه وویل، چې دوی هڅه کوي په راتلونکي کې دغه اړیکې پراخې او پیاوړې کړي او سعودي عربستان د دغو اړیکو هرکلی کوي او تل له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې او همکارۍ غواړي.
فیصل بن طلاق له نشه یي توکو سره د مبارزې، د ثبات او امنیت په ټینګښت او نورو چارو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو د ظرفیتونو په پام کې نیولو سره به دا اړیکې ښې شي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د سعودي عربستان سفير د بهرنيو چارو له سرپرست وزير اميرخان متقي سره هم ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو يې خبرې کړې دي.