افغان غږ خبری آژانس - کابل: په چین کې د افغانستان سفارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په بیجینګ کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي بلال کریمي د ختیځ تیمور هیواد له سفیر لوروسا دسلوا هورتا موبیر سره وکتل. په بیجینګ کې د افغانستان د سفارت له مرکزي دفتر څخه چین ته تللی دی.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ختیځ تیمور ترمنځ د سیاسي، دیپلوماتیکو، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د بیا احیا او پراخولو په اړه خبرې وکړې او د اوږدمهاله اړیکو پر جوړولو یې ټینګار وکړ.
باید وویل شي چې د اسلامي امارت بهرنی سیاست د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو پر بنسټ ولاړ دی.