افغان غږ خبری آژانس: د دغه وزارت چارواکي وايي، لسګونه داخلې او بهرنیو شرکتونو د هرات د نفتو په استخراج کې د لوړې پانګونې لپاره خپل اسناد دوی ته سپارلي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي:«تر اوسه ګڼو کورنیو او بهرنیو شرکتونو د کانونو وزارت ته مراجعه کړې ده. اوس مهال، د دوی اسناد ارزول کیږي. موږ هیله مند یو چې په راتلونکو ورځو کې به د دې لوی حوزي لپاره عملي قرارداد وګورو او د کانونو کار به پیل شي.»
په همدې حال کې د خصوصي سکټور غړي ټینګار کوي چې که فرصت ورکړل شي، نه یوازې د هرات د نفتو په استخراج بلکې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتو دي.
د نفتو د تصفیې د فابریکو د اتحادیې مرستیال ذبیح الله نظري وویل: موږ ۹ تصفیه خانې لرو چې څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې او له لسو زرو څخه زیات کسان په دغو تصفیه خانو کې کار کوي.
د هېواد د نفتو د تصفیې د اتحادیې د شمېرو له مخې، کورنیو پانګوالو په دې برخه کې ۳۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کړې، چې څه باندې لس زره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.