دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 293372
په کندهار کې د اوبو د یوه بند د جوړولو کار پیل شو
د کندهار چارواکي وايي، په تخته پل ولسوالۍ کې د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو د یوه بند د جوړېدو چارې پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس: د اوبو د دغه بند د بنسټ ډبره د ايښودلو په مراسمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ د معين مولوي عثماني او د اقتصاد رييس مولوي عبدالسلام بريالي هم ګډون درلود. 

د کندهار د اقتصاد رئيس مولوي عبدالسلام بريالي وايي، دغه بند ۲۰۰ متره اوږدوالی او ۱۵ متره لوړوالی لري، چې د يو ميليون متر مکعب اوبو په ظرفيت به جوړېږي او مالي لګښت به يې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام له خوا ورکول کېږي.

په ورته وخت کې د دې سیمې اوسېدونکي د دغه بند په جوړېدو د خوښۍ په څرګندولو سره وايي چې تر دې وړاندې ګڼو کورنیو د اوبو د کمښت له امله چې دوی ورته اړتیا لري هجرت کاوه او اوس د دغه بند په جوړېدو سره د دوی ستونزې هوارې شي. د اوبو د کمښت له امله حل شي.
https://avapress.com/vdcbzfb55rhb9fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته