دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 293369
لوګر کې د اسلامي نظام د ثبات، ولسونو د یووالي او انسجام تر سرلیک لاندې ستره غونډه جوړه شوه
په لوګر کې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معینیت له خوا ستره ولسي غونډه جوړه شوې وه چې په کې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري، د لوګر والي شیخ ضیاالرحمن مدني، د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین مولوي محمد علي جان احمد او ځینو سیمه ییزو مسوولینو ګډون کړی و.
افغان غږ خبری آژانس: د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي محمد عالم رهبر په دغه غونډه کې وویل:« دغه نظام زموږ او ستاسو ګډ کور دی، ساتنه او ملاتړ یې د ټولو ولسونو ګډ مسؤلیت دی»
هغه له ټولو قومي مشرانو غوښتنه وکړه، چې د خپلو سیمو او ولایت په کچه ستونزې او وړاندیزونه په کتبي ډول حکومتي مسؤلینو سره شریکې کړي.
دغه راز د مرکز او ولسوالیو د ولسونو په استازیتوب، مولوي عبدالرحمن رحماني، خوشحال، ډاکټر نقیب الله، محمد سالم نعیم زوی، رمضان او نادرخان په وار سره خپلو خبرو کې وویل:«د رب په مرسته او افغانانو د یووالي په پایله کې اوس دلته اسلامي نظام قایم شوی او پایښت هم یووالي او اتحاد پورې تړاو لري».
یادو مشرانو د پوهنې، برېښنا، اوبو بندونو د جوړولو، یو شمېر ولسوالیو ته د غځېدلي سړکونو اساسي جوړولو، د روغتیا، کرنې او مالدارۍ، کانونو او یو شمېر نورو بنسټیزو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه او ترڅنګ یې وویل:« زموږ نظام له ولسه جوړ نظام دی او نړیوال دې د رسمیت پېژندنې برخه کې له ناغېړي څخه نور لاس واخلي».
همدارنګه د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین مولوي محمد علي جان احمد وویل:« د لوګر ولس په تېر شل کلن میدان کې سخت ځلېدلي او موږ ولسونو ته ډاډ ورکوو، چې دغه نظام ستاسو کور دی، موږ د ملت منافعو باندې ځانونه قربانوو، ده له ولسونو غوښتنه وکړه، چې د شریعت د پلي کولو او بېځایه رواجونو په مخنیوي کې خپل مسؤلیتونه ادا کړي».
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري وویل:« لوګر د جهاد په ډګر کې د کابل کیلي او د علم کان دی او د دوی د قربانیو مثال بل څوک نشي وړاندې کولی، چې نن یې له برکته په دې هېواد باندې سپین لمر ختلی دی، ټول افغانان د یو برق او نظام د سیوري لاندې اوسېږي».
هغه وویل، چې د خلکو ترمنځ د شخړو او عداوتونو د لرې کولو په موخه کمېټه جوړه شوې او تر اوسه یې په ټول هېواد کې نږدې ٤٠٠ شخړې او دښمنۍ حل کړې دي.
د لوګر والي شیخ ضیاالرحمن مدني وایي:« موږ د دې ولس د ښېګڼو پوروړي یو په همدې موخه مې د دې ولایت د اوسېدونکو یو شمېر غوښتنې او ستونزې تېره ورځ له رییس الوزرا سره شریکې او ان شاالله نږدې ورځو کې به یې د حل شاهدان واوسو، د دې نظام دروازې ستاسو پرمخ خلاصې دي په ډاډه زړه خپلې ستونزې تر موږ را ورسوﺉ»./باختر
دغه راز د غونډې په لړ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولینو لوګر کې له ولسونو سره د تېرو غونډو د هغو وړاندیزونو په اړه هم مالومات شریک کړل، چې تر دې دمه ورته رسېدنه شوې ده.
https://avapress.com/vdch-xniw23nwxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته