دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 293351
په کابل ولایت کې د څښاک د پاکو اوبو لپاره د اوبو رسولو د دریو شبکو جوړول
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کابل ولایت په خاک جبار او بګرامي ولسوالیو کې د اوبو رسولو د درېیو شبکو د جوړېدو خبر ورکوي او وايي چې د دغو شبکو په پرانیستلو سره سلګونه کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر د کابل په خاک جبار او بګرامیو ولسوالیو کې د ۲۲۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د دریو شبکو د جوړولو خبر ورکړ.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د اوبو رسولو دغه درې شبکې چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا د اسلامي بانک په مالي مرسته جوړې شوې، بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

دغه راز دغه وزارت وايي، د دغو شبکو په پرانیستلو سره سلګونه کورنۍ د څښاک له صحي اوبو برخمنې شوې دي.
د
د يادونې وړ ده، چې په کابل ولايت کې د اوبو د کچې د ټيټېدو له امله د څښاک د پاکو اوبو د نشتوالي ستونزه د دغه ښار د اوسېدونکو تر ټولو ستر ارمان ګرځېدلی دی.

په ورته وخت کې د اوبو او انرژۍ وزارت هڅه کوي چې د پنجشېر د بحر له اوبو څخه د دې ولایت د خلکو لپاره د کانال په لاره اچولو او کارولو سره په کابل ولایت کې د اوبو د کمښت ستونزه هواره کړي.
https://avapress.com/vdciwparzt1a3p2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته