دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 293319
د پوهنې وزارت په هېواد کې ۱۰۰۰ ښوونځی معیاري ترمیم کړي دي
د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته دغه وزارت د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ۱۰۰۰ ښوونځی معیاري ترمیم کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د ۱۰۰۰ ښوونځی معیاري ترمیم شوي دي.

د پوهنې وزارت ویاند همداراز زیاته کړه، چې په ټول هېواد کې د ۷۰۰ خیالي ښوونځیو جوړول لغوه شوي او دا مهال په هېواد کې هېڅ خیالي ښوونځي، ښوونکي او زده کوونکي نشته.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد په لرو پرتو سيمو کې لا هم زده کوونکي له معياري او نويو ښوونځيو بې برخې دي.
https://avapress.com/vdccs1qio2bqo18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته