کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پوهنې وزارت په هېواد کې ۱۰۰۰ ښوونځی معیاري ترمیم کړي دي

20 سرطان 1403 ساعت 13:06

د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته دغه وزارت د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ۱۰۰۰ ښوونځی معیاري ترمیم کړي دي.


آوا - کابل: د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د ۱۰۰۰ ښوونځی معیاري ترمیم شوي دي.

د پوهنې وزارت ویاند همداراز زیاته کړه، چې په ټول هېواد کې د ۷۰۰ خیالي ښوونځیو جوړول لغوه شوي او دا مهال په هېواد کې هېڅ خیالي ښوونځي، ښوونکي او زده کوونکي نشته.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد په لرو پرتو سيمو کې لا هم زده کوونکي له معياري او نويو ښوونځيو بې برخې دي.


د مطلب کود: 293319

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293319/د-پوهنې-وزارت-په-هېواد-کې-۱۰۰۰-ښوونځی-معیاري-ترمیم-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com