دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 293289
د شیعه عالمانو د شورا مرستیال د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې:

له جګړې وروسته افغانستان د ثبات لپاره د خلکو همکارۍ ته اړتیا لري/ سرپرست حکومت باید د شیعه ګانو غوښتنو ته پام وکړي

له جګړې وروسته افغانستان د ثبات لپاره د خلکو همکارۍ ته اړتیا لري/ سرپرست حکومت باید د شیعه ګانو غوښتنو ته پام وکړي
د افغانستان د شيعه علماو د شورا مرستيال او ورسره مل پلاوي د سرطان په ١٩مه د رئیس الوزرا له سياسي مرستيال سره په کتنه کې وويل چې له جګړې وروسته د افغانستان د اسلامي نظام ټينګښت د خلکو همکارۍ ته اړتيا لري او غوښتنه يې وکړه چې سرپرست حکومت د شیعه ټولنې غوښتنو او وړاندیزونو ته جدي پاملرنه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د سرطان د میاشتې په ۱۹ مه د شیعه علماوو شورا له مرستیال استاد محمد اکبري سره وکتل. 

په دې کتنه کې ښاغلي اکبري د شيعه ګانو د ټولنې په استازيتوب په ټول هېواد کې د امنيت په تامينولو کې د سرپرست حکومت له هلوځلو څخه مننه او قدرداني وکړه او ويې ويل چې اړوندې ادارې تل د اړتيا په وخت کې له خلکو سره همکاري کړې ده. 

د افغانستان د شیعه علماوو شورا مرستیال څرګنده کړه چې افغانستان له جګړې وروسته د اسلامي نظام د ثبات او ټینګښت په حال کې دی.

دغه راز په دې کتنه کې د شيعه علماو د شورا مسوولينو د عاشورا د مراسمو د ښه ترسره کولو او د هغې د امنيت د تامينولو په باب خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د رئیس الوزرا سياسي مرستيال څخه وغوښتل چې د عاشورا د مراسمو د ښه ترسره کولو لپاره دې د خلکو غوښتنو ته پاملرنه وکړي. 

په همدې حال کې په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر په هېواد کې د ټولو افغانانو مساوي حقونو ته په اشارې سره زیاته کړه چې سرپرست حکومت د سږ کال د عاشورا د مراسمو د امنیت د تامین لپاره ژمن دی او ټولو عزادارانو ته یې ډاډ ورکړ چې امنیتي ارګانونه پدې برخه کې جدي دي او هیوادوال هیڅ اندیښنه ونه لري.

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال د شیعه علماوو شورا له دوامداره همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د دوی غوښتنې به وڅېړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرطان د میاشتې په اتلسمه او د محرم په دویمه د فرهنګي کمیسیون له خوا چې یو شمېر شیعه عالمان هم په کې شامل وو، د شوې هوکړې له مخې د سرپرست حکومت امنیتي ځواکونو د امام حسین علیه السلام بیرغونه راټول کړل.

د یادولو وړ ده چې د سرپرست حکومت د دغه چلند په اړه د خلکو او رسنیو له غبرګونونو وروسته د شیعه علماوو شورا پرون د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال سره غونډه وکړه او د شیعه خلکو غوښتنې یې تعقیب کړې.

 
https://avapress.com/vdcivpar3t1a3r2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته