دخپریدو نیټه :شنبه ۲ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۹
د مطلب کود : 292260
کابل ته د افغان حاجيانو د لومړي کاروان راستنېدل
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له سعودي عربستان څخه د افغان حاجيانو د لومړي کاروان چې له پکتيا او پکتيکا ولايتونو څخه ۳۴۶ حاجيان په کې شامل وو، د کابل هوايي ډګر ته د رسېدو خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې هره ورځ له سعودي عربستان څخه هېواد ته په منظم ډول نور حاجیان لیږدول کیږي.

تر دې مخکې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی و، چې سږ کال له افغانستان څخه په ۹۴ الوتنو کې شاوخوا ۳۰ زره حاجیان سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي.
https://avapress.com/vdcg3x9xzak9yx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته