کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل ته د افغان حاجيانو د لومړي کاروان راستنېدل

2 سرطان 1403 ساعت 11:09

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له سعودي عربستان څخه د افغان حاجيانو د لومړي کاروان چې له پکتيا او پکتيکا ولايتونو څخه ۳۴۶ حاجيان په کې شامل وو، د کابل هوايي ډګر ته د رسېدو خبر ورکړ.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې هره ورځ له سعودي عربستان څخه هېواد ته په منظم ډول نور حاجیان لیږدول کیږي.

تر دې مخکې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی و، چې سږ کال له افغانستان څخه په ۹۴ الوتنو کې شاوخوا ۳۰ زره حاجیان سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي.


د مطلب کود: 292260

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292260/کابل-ته-د-افغان-حاجيانو-لومړي-کاروان-راستنېدل

آوا
  https://www.avapress.com