افغان غږ خبری آژانس: د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (جون ۲۱) د فلسطین په رسمیت پیژندلو پریکړه اعلان کړه او ویې ویل چې په غزه کې ناورین بشردوستانه وضعیت او روانه پوځي شخړه باید حل شي.
د اعلامیې په متن کې راغلي: "د ارمنستان جمهوریت د نړیوالو قوانینو او د برابرۍ، حاکمیت او د خلکو د سوله ییز همغږي اصولو ته زموږ د ژمنتیا د وړاندوینې او بیا تایید پر بنسټ فلسطین په رسمیت وپیژني."
په اعلامیه کې همداراز ټینګار شوی: "د ارمنستان جمهوریت په کلکه د ملکي بنسټونو په نښه کول، د ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی او د وسله والو جګړو پر مهال د ملکي وګړو یرغمل نیول غندي."
دغه هېواد وايي، د فلسطين په رسميت پېژندلو هدف د غزې د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د دوو دولتونو د حل ملاتړ دی.
د ارمنستان په وینا د دغه هېواد پرېکړه د "فلسطین او اسرائیلو د مشروع غوښتنو د پوره کولو" یوازینۍ لار ده.
دغه وزارت په خپله اعلامیه کې یو ځل بیا په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې ارمنستان په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات او د یهودانو او فلسطینیانو ترمنځ د تلپاتې پخلاینې لپاره ژمن دی.
د روانې میاشتې په پیل کې ناروې، هسپانیې او ایرلنډ هم د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپېژاند.