کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارمنستان د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپیژاند

2 سرطان 1403 ساعت 8:51

د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت پېژني.


آوا: د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (جون ۲۱) د فلسطین په رسمیت پیژندلو پریکړه اعلان کړه او ویې ویل چې په غزه کې ناورین بشردوستانه وضعیت او روانه پوځي شخړه باید حل شي.

د اعلامیې په متن کې راغلي: "د ارمنستان جمهوریت د نړیوالو قوانینو او د برابرۍ، حاکمیت او د خلکو د سوله ییز همغږي اصولو ته زموږ د ژمنتیا د وړاندوینې او بیا تایید پر بنسټ فلسطین په رسمیت وپیژني."

په اعلامیه کې همداراز ټینګار شوی: "د ارمنستان جمهوریت په کلکه د ملکي بنسټونو په نښه کول، د ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی او د وسله والو جګړو پر مهال د ملکي وګړو یرغمل نیول غندي."

دغه هېواد وايي، د فلسطين په رسميت پېژندلو هدف د غزې د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د دوو دولتونو د حل ملاتړ دی.

د ارمنستان په وینا د دغه هېواد پرېکړه د "فلسطین او اسرائیلو د مشروع غوښتنو د پوره کولو" یوازینۍ لار ده.

دغه وزارت په خپله اعلامیه کې یو ځل بیا په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې ارمنستان په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات او د یهودانو او فلسطینیانو ترمنځ د تلپاتې پخلاینې لپاره ژمن دی.

د روانې میاشتې په پیل کې ناروې، هسپانیې او ایرلنډ هم د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپېژاند.


د مطلب کود: 292244

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292244/ارمنستان-د-فلسطین-خپلواک-دولت-په-رسمیت-وپیژاند

آوا
  https://www.avapress.com