افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه سازمان په راپور کې چې نن پنجشنبه خپور شو، دا هم ویل شوی چې له (۱۴۰۲ کال څخه تر (۱۴۰۳) کال پورې د کولرا ۴۶۷۵۸ پېښې ثبت شوی دی.
دا احصایه د دې ناروغۍ پیښو میاشتنۍ احصایې کې 54٪ زیاتوالی ښیي.
د دغه راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د هرو سلو زرو کسانو پر سر د کولرا د مثبتو پېښو شمېر ۱۴۳ دی.
د روغتیا د نړیوال سازمان د هغو هیوادونو نوملړ چې د کولرا تر ټولو زیاتې پېښې لري ښيي چې افغانستان، زامبیا، زیمبابوې، پاکستان او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت تر ټولو زیاتې پېښې ثبت کړي دي.
دغه سازمان د کولرا د خپریدو لاملونه د نفوس وده، طبیعي پیښې، او د اقلیم بدلون ته منسوبوي.