افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش، نن (پنجشنبه د جوزا ۳۱مه) د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکس پاڼه کې وویل چې موږ باید هڅه وکړو چې د کډوالۍ ته د پای ټکي کیږدو ترڅو کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شي
د کډوالو نړیواله ورځ یوه نړیواله ورځ ده چې د ملګرو ملتونو لخوا په ټوله نړۍ کې د کډوالو د درناوي لپاره نومول کیږي.
له بلې خوا په افغانستان کې دا ورځ په داسې حال کې رانژدې کېږي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد ګڼ شمېر اتباع نورو هېوادونو ته کډوال شوي او یو شمېر یې اوس په بشپړې بېوزلۍ کې ژوند کوي.
په ورته وخت کې پاکستاني خبریال د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله یوه مقاله کې لیکلي چې د افغان کډوالو جبري ایستل د حل لاره نه ده.