کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو نړیواله ورځ؛

ګوتریش: نړۍ باید د کډوالو د بشري حقونو دفاع وکړي

1 سرطان 1403 ساعت 11:24

د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په یوه پیغام کې د کډوالو د ملاتړ لپاره د نړیوال پیوستون پر بیړنۍ اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې نړۍ باید د کډوالو په هرکلي سره د دوی د بشري حقونو دفاع وکړي.


آوا: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش، نن (پنجشنبه د جوزا ۳۱مه) د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکس پاڼه کې وویل چې موږ باید هڅه وکړو چې د کډوالۍ ته د پای ټکي کیږدو ترڅو کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شي
 
د کډوالو نړیواله ورځ یوه نړیواله ورځ ده چې د ملګرو ملتونو لخوا په ټوله نړۍ کې د کډوالو د درناوي لپاره نومول کیږي.
 
له بلې خوا په افغانستان کې دا ورځ په داسې حال کې رانژدې کېږي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد ګڼ شمېر اتباع نورو هېوادونو ته کډوال شوي او یو شمېر یې اوس په بشپړې بېوزلۍ کې ژوند کوي.
 
په ورته وخت کې پاکستاني خبریال د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله یوه مقاله کې لیکلي چې د افغان کډوالو جبري ایستل د حل لاره نه ده.


د مطلب کود: 292227

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292227/ګوتریش-نړۍ-باید-د-کډوالو-بشري-حقونو-دفاع-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com