افغان غږ خبری آژانس: سترې محکمې اعلان کړی چې د اسلامي امارت د مشر هبة الله اخندزاده د حکم په اساس د کوچني اختر په مناسبت د ټول هیواد له زندانونو څخه ۳۴۹ تنه بندیان بخښل شوي او خوشي شوي دي. .
دغې محکمې نن شنبه (د جوزا ۲۶مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغې پرېکړې پر بنسټ د ۲۷۰ نورو بندیانو د بند موده کمه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د اسلامي امارت د مشر په حکم سلګونه کسان له بنده ازاد شول.