افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هېواد د ګمرک رئیس مفتی عبدالمتین سعید وایی چې د ۲۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت دغه پروژه د ملی پرمختیایی شرکت له خوا پلې کېږی.
له بلې خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو د چارو معين او د هرات ولايت سرپرست مولوي حيات الله مهاجر فراهي وايي: د دغې پروژې په عملي کېدو سره به د موټرو او بار وړونکو توکو د لېږد لپاره ډېرې اسانتياوې رامنځته شي.
ښاغلي فراهي دا هم وویل چې په تېرو وختونو کې د ګمرک په برخه کې کوم ځانګړی فعالیت نه دی شوی او اړتیا ده چې د ګمرکونو د معیاري کولو لپاره لا زیات کار وشي.
د ملي پرمختیايي شرکت د مسوولینو په وینا، ټاکل شوې چې دغه پروژه په ۱۴ میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د هرات د اسلام قلعه ګمرک د هېواد یو له مهمو بندرونو څخه دی چې د هېواد په تېره بیا د لوېدیځې حوزې په اقتصادي چارو کې مهم رول لوبوي چې د میلیونونو افغانیو سوداګریزو توکو د وارداتو او صادراتو ترڅنګ په زرګونه مسافر وړي.
دا ګمرک د افغانستان او ایران د دوو هیوادونو ترمنځ موقعیت لري.