کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اسلام قلعه د ګمرک د کانګریټ کولو چارې پیل شوي

22 جوزا 1403 ساعت 9:53

د هېواد د ګمرکونو د عمومي ریاست چارواکي وايي، په ګمرک کې د ټرانسپورټ د معیاري کولو او د موټر چلوونکو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو په هدف د اسلام قلعه ګمرک له پارکینګ څخه شاوخوا ۳۷ جریبه ځمکه کانکریټي کېږي.


آوا - هرات: د هېواد د ګمرک رئیس مفتی عبدالمتین سعید وایی چې د ۲۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت دغه پروژه د ملی پرمختیایی شرکت له خوا پلې کېږی.

له بلې خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو د چارو معين او د هرات ولايت سرپرست مولوي حيات الله مهاجر فراهي وايي: د دغې پروژې په عملي کېدو سره به د موټرو او بار وړونکو توکو د لېږد لپاره ډېرې اسانتياوې رامنځته شي.

ښاغلي فراهي دا هم وویل چې په تېرو وختونو کې د ګمرک په برخه کې کوم ځانګړی فعالیت نه دی شوی او اړتیا ده چې د ګمرکونو د معیاري کولو لپاره لا زیات کار وشي.

د ملي پرمختیايي شرکت د مسوولینو په وینا، ټاکل شوې چې دغه پروژه په ۱۴ میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د هرات د اسلام قلعه ګمرک د هېواد یو له مهمو بندرونو څخه دی چې د هېواد په تېره بیا د لوېدیځې حوزې په اقتصادي چارو کې مهم رول لوبوي چې د میلیونونو افغانیو سوداګریزو توکو د وارداتو او صادراتو ترڅنګ په زرګونه مسافر وړي. 

دا ګمرک د افغانستان او ایران د دوو هیوادونو ترمنځ موقعیت لري.


د مطلب کود: 291822

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291822/په-هرات-کې-د-څه-باندې-۲۰۰-میلیونه-افغانیو-لګښت-اسلام-قلعه-ګمرک-کانګریټ-کولو-چارې-پیل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com