افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د پرله پسې تیریو د شهیدانو شمیر ۳۷ زره او ۸۴ تنو ته رسیدلی دی. د ټپيانو شمېر ۸۴ زره ۴۹۴ تنو ته ورسېد.
ویل کیږي نیواکګرو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې ۸ نور ډله ایز قتلونه ترسره کړي چې په پایله کې یې ۲۸۳ تنه شهیدان او ۸۱۴ تنه ټپیان شوي دي.