افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د فاریاب ولایت د نوي والي په توګه د ملا عبدالاحد فضلي د ټاکل کیدو خبر ورکړی دی.
همدارنګه ښاغلي قانع زیاته کړه چې په دې مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ معین تغییر د اسلامي امارت اصول وګڼل او ویې ویل: هر مامور باید خپله دنده په اخلاص او امانتدارۍ ترسره کړي او د خلکو خدمت وکړي.
د يادونې وړ ده، چې ښاغلي مخدوم د دغه ولايت د پخواني والي د کارونو ستاينه وکړه او نوي والي ته يې په ورسپارل شويو دندو کې د برياليتوب هيله وکړه.