د کورنیو چارو وزارت د فاریاب ولایت لپاره د نوي والي د معرفي کولو خبر ورکوي او وايي چې ملا عبدالاحد فضلي د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې چې د دغه وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ د معین په حضور کې د دغه ولایت د نوي والي په توګه په دنده پیل وکړ.
د فاریاب نوي والي په کار پیل وکړ
20 جوزا 1403 ساعت 13:32
د کورنیو چارو وزارت د فاریاب ولایت لپاره د نوي والي د معرفي کولو خبر ورکوي او وايي چې ملا عبدالاحد فضلي د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې چې د دغه وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ د معین په حضور کې د دغه ولایت د نوي والي په توګه په دنده پیل وکړ.
آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د فاریاب ولایت د نوي والي په توګه د ملا عبدالاحد فضلي د ټاکل کیدو خبر ورکړی دی.
همدارنګه ښاغلي قانع زیاته کړه چې په دې مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ معین تغییر د اسلامي امارت اصول وګڼل او ویې ویل: هر مامور باید خپله دنده په اخلاص او امانتدارۍ ترسره کړي او د خلکو خدمت وکړي.
د يادونې وړ ده، چې ښاغلي مخدوم د دغه ولايت د پخواني والي د کارونو ستاينه وکړه او نوي والي ته يې په ورسپارل شويو دندو کې د برياليتوب هيله وکړه.
د مطلب کود: 291714