افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د برښنا شرکت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه شرکت اجرایوي رییس ملا محمد حنیف حمزه د برېښنا د اړتیا وړ اسانتیاوو د برابرولو په موخه کندز ولایت ته سفر کړی دی.
د برشنا په وینا، په دې کتنه کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې پر ښه پرمختګ او د سیمې اوسېدونکو ته د کار د زمینې برابرولو په اړه خبرې وشوې.
CASA-1000 د هغې پروژې نوم دی چې له تاجکستان او قرغزستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته برېښنا لېږدوي.
دا پروژه د مرکزي او سویلي آسیا د بریښنا بازار یو له مهمو زیربناوو څخه دی. د دې پروژې د انرژۍ د لېږد ظرفیت به له ۱۳۰۰ میګاواټو سره برابر وي، چې د دې پروژې لګښت له یو میلیارد ډالرو ډېر اټکل شوی، چې نیمايي یې د نړیوال بانک له خوا تمویلېږي.