کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

برشنا شرکت هڅه کوي چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د پیل لپاره اسانتیاوې برابرې کړي

20 جوزا 1403 ساعت 9:47

د افغانستان برښنا شرکت د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د پیل لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه کندز ولایت ته د دغه شرکت د اجراییوي رییس د سفر په اړه معلومات ورکړل.


آوا - کابل: د افغانستان د برښنا شرکت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه شرکت اجرایوي رییس ملا محمد حنیف حمزه د برېښنا د اړتیا وړ اسانتیاوو د برابرولو په موخه کندز ولایت ته سفر کړی دی. 

د برشنا په وینا، په دې کتنه کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې پر ښه پرمختګ او د سیمې اوسېدونکو ته د کار د زمینې برابرولو په اړه خبرې وشوې.

CASA-1000 د هغې پروژې نوم دی چې له تاجکستان او قرغزستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته برېښنا لېږدوي.

دا پروژه د مرکزي او سویلي آسیا د بریښنا بازار یو له مهمو زیربناوو څخه دی. د دې پروژې د انرژۍ د لېږد ظرفیت به له ۱۳۰۰ میګاواټو سره برابر وي، چې د دې پروژې لګښت له یو میلیارد ډالرو ډېر اټکل شوی، چې نیمايي یې د نړیوال بانک له خوا تمویلېږي.


د مطلب کود: 291697

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291697/برشنا-شرکت-هڅه-کوي-چې-د-کاسا-۱۰۰۰-پروژې-پیل-لپاره-اسانتیاوې-برابرې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com