افغان غږ خبری آژانس: د غزې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې تړانګې په مرکز کې ۷۰ تنه شهیدان شوی دی.
د دغو نویو احصائیو په شمول د اکتوبر له اوومې څخه تر نن ورځې پورې په غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د تیریو د شهیدانو شمیر ۳۶ زره ۸۰۱ تنو ته رسیدلی دی.
په عین حال کښې د فلسطین رسنیو سرچینو د غزې تړانګې په مرکز النصرات کمپ او نورو سیمو باندې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې د څه دپاسه سلو فلسطینیانو د شهادت او د لسګونو نورو د ژوبل کیدو خبر ورکړ.