کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

 د غزې د شهیدانو شمیر ۳۶ زره ۸۰۱ تنو ته ورسید

20 جوزا 1403 ساعت 9:36

د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې تړانګې په مختلفو سیمو کښې پنځه نوي جنایتونه وکړل چې په نتیجه کښې یې ۷۰ کسان شهیدان او ۱۵۰ نور ژوبل شول.


آوا: د غزې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې تړانګې په مرکز کې ۷۰ تنه شهیدان شوی دی.

د دغو نویو احصائیو په شمول د اکتوبر له اوومې څخه تر نن ورځې پورې په غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د تیریو د شهیدانو شمیر ۳۶ زره ۸۰۱ تنو ته رسیدلی دی.

په عین حال کښې د فلسطین رسنیو سرچینو د غزې تړانګې په مرکز النصرات کمپ او نورو سیمو باندې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې د څه دپاسه سلو فلسطینیانو د شهادت او د لسګونو نورو د ژوبل کیدو خبر ورکړ.


د مطلب کود: 291694

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291694/د-غزې-د-شهیدانو-شمیر-۳۶-زره-۸۰۱-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com