افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه د جوزا ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا په دوهمه دوره کې د ګډون په موخه روسیې ته روان شوی دی.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، مولوي حبیب الله آغا به په دې فورم کې د افغانستان د پوهنې پر وضعیت، لاسته راوړنو، فرصتونو او ننګونو خبرې وکړي او د بېلابېلو هېوادونو د پوهنې له وزیرانو سره به هم وګوري.
تر دې مخکې د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر روسیې ته سفر کړی و.