کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پوهنې سرپرست وزیر روسیې ته ولاړ

19 جوزا 1403 ساعت 15:13

د پوهنې وزارت روسيې ته د پوهنې د وزيرانو په دويمه څلور ورځني نړيوال فورم کې د ګډون په موخه د دغه وزارت د سرپرست مولوي حبيب الله آغا د سفر خبر ورکړ.


آوا - کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه د جوزا ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا په دوهمه دوره کې د ګډون په موخه روسیې ته روان شوی دی. 

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، مولوي حبیب الله آغا به په دې فورم کې د افغانستان د پوهنې پر وضعیت، لاسته راوړنو، فرصتونو او ننګونو خبرې وکړي او د بېلابېلو هېوادونو د پوهنې له وزیرانو سره به هم وګوري.

تر دې مخکې د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر روسیې ته سفر کړی و.


د مطلب کود: 291674

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291674/د-پوهنې-سرپرست-وزیر-روسیې-ته-ولاړ

آوا
  https://www.avapress.com