دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود : 291639
ملګرو ملتونو د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړ
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال د لومړي وزیر له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې له افغانانو په ځانګړې توګه له سیلاب ځپلو او راستنېدونکو سره د دغه سازمان د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ارګ په اکس پاڼه کې راغلي چې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوتزل د ءئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره وکتل.

په دې کتنه کې مارکس پوتزل د نشه يي توکو د کښت، قاچاق او خرڅلاو د له منځه وړلو په برخه کې د اسلامي امارت پرېکنده اقدام ته په اشارې سره وویل، د افغانستان په اړه باید بشپړ او سم معلومات نړۍ ته وړاندې شي.

په دې کتنه کې ښاغلي پوتزل له افغانانو په ځانګړې توګه له سېلاب ځپلو او راستنېدونکو سره د دغه سازمان د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

له بلې خوا مولوي عبدالسلام حنفي په دې ناسته کې وویل: اسلامي امارت هڅه کوي، ترڅو د افغانستان خلک په ارامۍ سره خپل ورځني ژوند ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې مارکس پوتزل تر دې مخکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست ملا خیرالله خیرخواه سره د افغانستان د روان وضعیت، د خبریالانو د وضعیت، اطلاعاتو ته د لاسرسي او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې وې.
https://avapress.com/vdcfmyd01w6d1va.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته