کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګرو ملتونو د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړ

19 جوزا 1403 ساعت 9:43

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال د لومړي وزیر له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې له افغانانو په ځانګړې توګه له سیلاب ځپلو او راستنېدونکو سره د دغه سازمان د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.


آوا - کابل: د ارګ په اکس پاڼه کې راغلي چې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوتزل د ءئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره وکتل.

په دې کتنه کې مارکس پوتزل د نشه يي توکو د کښت، قاچاق او خرڅلاو د له منځه وړلو په برخه کې د اسلامي امارت پرېکنده اقدام ته په اشارې سره وویل، د افغانستان په اړه باید بشپړ او سم معلومات نړۍ ته وړاندې شي.

په دې کتنه کې ښاغلي پوتزل له افغانانو په ځانګړې توګه له سېلاب ځپلو او راستنېدونکو سره د دغه سازمان د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

له بلې خوا مولوي عبدالسلام حنفي په دې ناسته کې وویل: اسلامي امارت هڅه کوي، ترڅو د افغانستان خلک په ارامۍ سره خپل ورځني ژوند ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې مارکس پوتزل تر دې مخکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست ملا خیرالله خیرخواه سره د افغانستان د روان وضعیت، د خبریالانو د وضعیت، اطلاعاتو ته د لاسرسي او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې وې.


د مطلب کود: 291639

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291639/ملګرو-ملتونو-د-افغانستان-خلکو-ته-بشري-مرستو-دوام-ډاډ-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com