افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانانو لپاره د ناروې د کمیټې عمومی رئیس تاریح مګنوسین واتردال د اقتصاد وزارت له سرپرست قاري دین محمد حنیف سره په لیدنه کې معلولینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د پیل په اړه اعلان وکړ.
د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د ناروې د کمېټې عمومي رئیس د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ناروې کمېټې د فعالیتونو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو پر مهال، په دې برخه کې د خپلو پروګرامونو له پیل څخه د معلولینو او معیوبینو لپاره د خدماتو وړاندې کول، د معلولیت لرونکو ماشومانو روزنه، د روغتیا په برخه کې د خدماتو وړاندې کول او د خبرداد روغتیایی کارمندانو ظرفیت لوړول.