کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ناروې کمیټې لخوا د معلولینو لپاره د خدماتو وړاندې کولو پیل

17 جوزا 1403 ساعت 15:04

د افغانستان لپاره د ناروې د کمېټې عمومي رئیس د معلولینو او معیوبینو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو د پیل خبر ورکوي.


آوا - کابل: د افغانانو لپاره د ناروې د کمیټې عمومی رئیس تاریح مګنوسین واتردال د اقتصاد وزارت له سرپرست قاري دین محمد حنیف سره په لیدنه کې معلولینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د پیل په اړه اعلان وکړ.

د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د ناروې د کمېټې عمومي رئیس د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ناروې کمېټې د فعالیتونو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو پر مهال، په دې برخه کې د خپلو پروګرامونو له پیل څخه د معلولینو او معیوبینو لپاره د خدماتو وړاندې کول، د معلولیت لرونکو ماشومانو روزنه، د روغتیا په برخه کې د خدماتو وړاندې کول او د خبرداد روغتیایی کارمندانو ظرفیت لوړول.


د مطلب کود: 291600

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291600/د-ناروې-کمیټې-لخوا-معلولینو-لپاره-خدماتو-وړاندې-کولو-پیل

آوا
  https://www.avapress.com