دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 291574
د روسیې په سنټ پیترزبورګ کې و اقتصادي غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو د سرپرست وزیر تګ
د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمنان عمري چې د روسیې په سنټ پیترزبورګ ښار کې په ۲۷ مه اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه دغه هیواد ته تللی و، پرون چهارشنبه د جوزا په ۱۶مه دغه ښار ته داخل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: پرون چهارشنبه د جوزا په ۱۶ مه د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي مسول سمیع الله ابراهیمي خبر ورکړ چې ملا عمري په سنټ پیترزبورګ کې په اقتصادي غونډه کې به د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره وویني.

ابراهیمي وايي چې د دغه وزارت سرپرست به د دغو هېوادونو له چارواکو سره په کتنه کې په افغانستان کې پر احتمالي اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو خبرې وکړي.

په همدې حال کې سپوتنیک خبري آژانس د غونډې ځای ته د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو د سرپرست وزیر ملا عبدالمنان عمري د ورتګ انځورونه خپاره کړي دي.

دغه اقتصادي غونډه پرون د جوزا په ۱۶ مې څخه څلور ورځې دوام وکړي او تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي کابل ته د یوه سفر په ترڅ کې اسلامي امارت ته بلنه ورکړه چې د سنټ پیترزبورګ په دغه اقتصادي غونډه کې ګډون وکړي.

په دې مهمه اقتصادي غونډه کې هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د لسګونو هېوادونو استازي ګډون کوي.
https://avapress.com/vdcd5f0xoyt0nk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته