د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمنان عمري چې د روسیې په سنټ پیترزبورګ ښار کې په ۲۷ مه اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه دغه هیواد ته تللی و، پرون چهارشنبه د جوزا په ۱۶مه دغه ښار ته داخل شو.
د روسیې په سنټ پیترزبورګ کې و اقتصادي غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو د سرپرست وزیر تګ
17 جوزا 1403 ساعت 10:18
د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمنان عمري چې د روسیې په سنټ پیترزبورګ ښار کې په ۲۷ مه اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه دغه هیواد ته تللی و، پرون چهارشنبه د جوزا په ۱۶مه دغه ښار ته داخل شو.
آوا - کابل: پرون چهارشنبه د جوزا په ۱۶ مه د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي مسول سمیع الله ابراهیمي خبر ورکړ چې ملا عمري په سنټ پیترزبورګ کې په اقتصادي غونډه کې به د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره وویني.
ابراهیمي وايي چې د دغه وزارت سرپرست به د دغو هېوادونو له چارواکو سره په کتنه کې په افغانستان کې پر احتمالي اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو خبرې وکړي.
په همدې حال کې سپوتنیک خبري آژانس د غونډې ځای ته د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو د سرپرست وزیر ملا عبدالمنان عمري د ورتګ انځورونه خپاره کړي دي.
دغه اقتصادي غونډه پرون د جوزا په ۱۶ مې څخه څلور ورځې دوام وکړي او تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي کابل ته د یوه سفر په ترڅ کې اسلامي امارت ته بلنه ورکړه چې د سنټ پیترزبورګ په دغه اقتصادي غونډه کې ګډون وکړي.
په دې مهمه اقتصادي غونډه کې هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د لسګونو هېوادونو استازي ګډون کوي.
د مطلب کود: 291574