افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن چهارشنبه (د جوزا ۱۶مه) د دغه وزارت له خوا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره راغلي چې د اړوندو ادارو په همکارۍ توانېدلي چې د افغانستان له پروازونو څخه ۲۷ زره حاجیان سعودي عربستان ته ولېږدوي.
ټاکل شوې ده چې له افغانستان څخه هم ۳۰ زره حاجیان د ابراهیمي حج مراسمو ته ولېږل شي.