د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې تر اوسه ۲۷ زره افغان حاجیان سعودي عربستان ته استول شوي دي.
سعودي عربستان ته د ۲۷ زره حاجیانو لېږل
16 جوزا 1403 ساعت 13:17
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې تر اوسه ۲۷ زره افغان حاجیان سعودي عربستان ته استول شوي دي.
آوا - کابل: نن چهارشنبه (د جوزا ۱۶مه) د دغه وزارت له خوا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره راغلي چې د اړوندو ادارو په همکارۍ توانېدلي چې د افغانستان له پروازونو څخه ۲۷ زره حاجیان سعودي عربستان ته ولېږدوي.
ټاکل شوې ده چې له افغانستان څخه هم ۳۰ زره حاجیان د ابراهیمي حج مراسمو ته ولېږل شي.
د مطلب کود: 291541