افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله یوه پاڼه کې لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د یوه پلاوي په مشرۍ چې د ملا عبدالحق وثیق د افغانستان اسلامي امارت د استخباراتو عمومي رئیس ورسره ملګری دي دغه هیواد ته سفر کړی دی.
د مجاهد په وینا، خلیفه سراج الدین حقاني او ملا عبدالحق وثیق په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له امیر شیخ محمد بن زاید بن سلطان آل نهیان سره وکتل.
ښاغلي مجاهد د دې ناستې جزئیات نه دي ورکړي.