د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني او د افغانستان د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي رئیس عبدالحق وثیق په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له امیر سره وکتل.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له امیر سره وکتل
16 جوزا 1403 ساعت 10:13
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني او د افغانستان د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي رئیس عبدالحق وثیق په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له امیر سره وکتل.
آوا - کابل: د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله یوه پاڼه کې لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د یوه پلاوي په مشرۍ چې د ملا عبدالحق وثیق د افغانستان اسلامي امارت د استخباراتو عمومي رئیس ورسره ملګری دي دغه هیواد ته سفر کړی دی.
د مجاهد په وینا، خلیفه سراج الدین حقاني او ملا عبدالحق وثیق په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له امیر شیخ محمد بن زاید بن سلطان آل نهیان سره وکتل.
ښاغلي مجاهد د دې ناستې جزئیات نه دي ورکړي.
د مطلب کود: 291527