افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت نن ماسپښین اعلان وکړ چې صهیونیسټی پوځیانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په څلورو وژنو کښې ۷۱ فلسطینیان شهیدان کړی او ۱۸۲ نور یې ژوبل کړی دی.
د دغو شهیدانو په شمول د اکتوبر په اوومه (۱۵میزان) د غزې په تړانګې د صهیونیسټ رژیم د پوځ د تیری له پیل راهسې د فلسطینیانو د شهیدانو شمیر ۳۶ زره ۵۵۰ او د زخمیانو شمیر ۸۲ زره او ۹۵۹ ته رسیدلی دی.
د غزې په تړانګه کې لا هم زرګونه کسان لادرکه او تر خاورو لاندې دي.