د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې په غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د پوځ د تیریو له پیل راهیسي د فلسطینیانو د شهیدانو شمیر ۳۶ زره ۵۵۰ تنو ته رسیدلی دی.
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۶ زره ۵۵۰ تنو ته ورسید
15 جوزا 1403 ساعت 15:14
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې په غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د پوځ د تیریو له پیل راهیسي د فلسطینیانو د شهیدانو شمیر ۳۶ زره ۵۵۰ تنو ته رسیدلی دی.
آوا: د فلسطین د روغتیا وزارت نن ماسپښین اعلان وکړ چې صهیونیسټی پوځیانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په څلورو وژنو کښې ۷۱ فلسطینیان شهیدان کړی او ۱۸۲ نور یې ژوبل کړی دی.
د دغو شهیدانو په شمول د اکتوبر په اوومه (۱۵میزان) د غزې په تړانګې د صهیونیسټ رژیم د پوځ د تیری له پیل راهسې د فلسطینیانو د شهیدانو شمیر ۳۶ زره ۵۵۰ او د زخمیانو شمیر ۸۲ زره او ۹۵۹ ته رسیدلی دی.
د غزې په تړانګه کې لا هم زرګونه کسان لادرکه او تر خاورو لاندې دي.
د مطلب کود: 291511