افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اندونیزیا د سرې میاشتې ټولنې رئیس محمد یوسف کلا او ورسره پلاوي د دغې ټولنې له رئیس مولوي مطیع الحق خالص سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي کلا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر دوام د ټینګار ترڅنګ، مولوي مطیع الحق خالص ته بلنه ورکړه، چې اندونیزیا ته سفر وکړي او د دغه هېواد د خیریه بنسټونو له مسوولینو سره وګوري، څو په افغانستان کې له قربانیانو سره بشري مرستې وشي.
له بلې خوا مولوي مطيع الحق خليل د اندونيزيا له خوا د درې سوه زره ډالرو نغدي مرستې چې څه موده وړاندې د هرات له زلزله ځپلو سره شوې وې، مننه وکړه.
د یادولو وړ ده چې د اندونیزیا پلاوی چې د دغه هیواد د بیلا بیلو چارواکو په ګډون له څو ورځو راهیسې کابل ته تللی او د اسلامي امارت له چارواکو سره په لیدنو بوخت دی.