کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اندونیزیا د افغان سرې میاشتې رئیس ته بلنه ورکړه چې دغه هېواد ته سفر وکړي

15 جوزا 1403 ساعت 14:13

د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي، د اندونیزیا د سرې میاشتې ټولنې مشر د دغه سازمان مشر ته بلنه ورکړې چې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په موخه دغه هېواد ته سفر وکړي.


آوا - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اندونیزیا د سرې میاشتې ټولنې رئیس محمد یوسف کلا او ورسره پلاوي د دغې ټولنې له رئیس مولوي مطیع الحق خالص سره وکتل. 

په دې کتنه کې ښاغلي کلا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر دوام د ټینګار ترڅنګ، مولوي مطیع الحق خالص ته بلنه ورکړه، چې اندونیزیا ته سفر وکړي او د دغه هېواد د خیریه بنسټونو له مسوولینو سره وګوري، څو په افغانستان کې له قربانیانو سره بشري مرستې وشي. 

له بلې خوا مولوي مطيع الحق خليل د اندونيزيا له خوا د درې سوه زره ډالرو نغدي مرستې چې څه موده وړاندې د هرات له زلزله ځپلو سره شوې وې، مننه وکړه.

د یادولو وړ ده چې د اندونیزیا پلاوی چې د دغه هیواد د بیلا بیلو چارواکو په ګډون له څو ورځو راهیسې کابل ته تللی او د اسلامي امارت له چارواکو سره په لیدنو بوخت دی.


د مطلب کود: 291500

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291500/اندونیزیا-د-افغان-سرې-میاشتې-رئیس-ته-بلنه-ورکړه-چې-دغه-هېواد-سفر-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com