دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۰۳
د مطلب کود : 291496
په هرات کې څه باندې څلویښت زره هټیوال د مالیې له ورکړې معاف شول
د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، د اسلامي امارت د رهبرۍ د وروستي فرمان له مخې شاوخوا څلویښت زره هټیوال له مالیې معاف شوي دي. په ورته وخت کې د هرات سوداګر په داسې حال کې چې د دغه فرمان هرکلی کوي، خوښ دي چې د مالیې له ورکړې معاف دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات مستفی مفتی کفایت الله حقانی وایی، د مالیاتو د معافیت او کمولو فرمان له ۱۴۰۳ کال راهیسې نافذ شوی او پر اساس یې سوداګر او هټیوال چې تر دوو میلیونو افغانیو پورې کار او بار وکړی د کال به مالیه نه ځیني اخیستل کیږي.

همدا راز هغه سوداګر چې له دوه میلیونو افغانیو څخه زیات پلور لري مکلف دي چې له خپلو اضافي عایداتو څخه ۰،۳ سلنه مالیه ورکړي.

هغه زیاته کړه: د وروستي فرمان له مخې به په دغه ولایت کې د ۴۵ زره هټیوالو او سوداګرو له جملې څخه څه باندې څلویښت زره د مالیې له ورکړې معاف شي.

د هرات د مستوفي په وینا، دا حکم د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا په هېواد کې د مالیاتي اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه صادر شوی دی.

مفتي حقاني زياته کړه: د دغه فرمان له مخې نوي جوړ شوي روغتونونه هم په لومړي کال کې له ماليې معاف دي او په دويم کال کې به يوازې دوه سلنه ماليه وضع شي.

په ورته وخت کې د هرات ښار هټیوال او سوداګر د دغه فرمان هرکلی کوي او د مالیې له ورکړې څخه په معافیت خوښي څرګندوي.

دوی وايي، چې له دې وروسته کولای شي په ارامۍ سره خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

ویل کیږي، چې تر دې وړاندې دوکانداران او سوداګر په خپلو کارونو کې د مالیاتو د فشار له امله اندېښمن وو او ځینو یې د مالیې د نه ورکولو له امله خپل کار يي پریښي او په نورو مسلکونو بوخت شوي وو او یا هم له هېواده بهر کډوالۍ ته اړ شوي دي.
https://avapress.com/vdcgyq9x3ak9yt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته