افغان غږ خبری آژانس - کابل: د امنیت شورا د مهالویش له مخې دغه غونډه د جوزا په ۱۴مه جوړیږي.
په دې غونډه کې به یوناما یو راپور وړاندې کړي او د دغه دفتر ماموریت به وڅېړل شي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشر هم د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ۱۵ لنډې غونډې او ۱۲ مشورې پلان شوي دي.
د هغه په وينا، په دې غونډه کې يوه هم د افغانستان په اړه ده.
د امنیت شورا د وروستي ځل لپاره د افغانستان په اړه غونډه د تېر هجري لمریز کال د غويي د میاشتې په نیمايي کې وکړه.