د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې میاشتې په نیمایي کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د بیا کتنې لپاره د یوې لنډې غونډې د جوړولو اعلان وکړ.
امنیت شورا په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې د جوړولو اعلان وکړ
15 جوزا 1403 ساعت 10:22
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې میاشتې په نیمایي کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د بیا کتنې لپاره د یوې لنډې غونډې د جوړولو اعلان وکړ.
آوا - کابل: د امنیت شورا د مهالویش له مخې دغه غونډه د جوزا په ۱۴مه جوړیږي.
په دې غونډه کې به یوناما یو راپور وړاندې کړي او د دغه دفتر ماموریت به وڅېړل شي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشر هم د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ۱۵ لنډې غونډې او ۱۲ مشورې پلان شوي دي.
د هغه په وينا، په دې غونډه کې يوه هم د افغانستان په اړه ده.
د امنیت شورا د وروستي ځل لپاره د افغانستان په اړه غونډه د تېر هجري لمریز کال د غويي د میاشتې په نیمايي کې وکړه.
د مطلب کود: 291477