افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رئیس سټیفن رودریګز سره وکتل.
د صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو څانګو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ د رامنځته کولو، د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو د ملاتړ، د صنعتي پارکونو د ودې او د صنعت د ودې په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې دواړو لورو په کم پرمختللو ولایتونو کې د اړتیا وړ برېښنا تولید، د تولیدي پروګرامونو له لارې د کار پیدا کولو، پانګې ته د پانګوالو د لاسرسي، د متشبثینو د روزنې او د هغوی د محصولاتو د بازارموندنې، د دې سکټور لپاره د کوچنیو پورونو او د خصوصي سکټور د بانکي مسایلو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
ښاغلي روډریګز په دې ناسته کې وویل چې دغه ریاست چمتو دی چې خپل پلانونه د صنعت او سوداګرۍ له وزارت سره په همغږي کې تطبیق کړي.
په دې وروستیو کې پریکړه وشوه چې یو تخنیکي ټیم به د خصوصي سکتور د ملاتړ په موخه پر پروګرامونو کار وکړي.