دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 291173
په کابل کې د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو ښوونځیو بیارغونه
د پوهنې وزارت د یوې مرستندویه موسسې په مالي مرسته د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په کابل کې د څلورو ښوونځیو د بیارغونې د پیل خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر په اکس پاڼه کې لیکلې چې د یوې مرستندویه موسسې په مالي مرسته په کابل کې د څلورو ښوونځیو د بیارغونې چارې د ۱۴ میلیونه او ۵۷۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.

دغه وزارت زیاتوي چې د بیارغونې په دې پروژه کې د احاطې دیوال جوړول، د روغتیا ساتنې اسانتیاوې او د اوبو د سیستم غځول شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې د کابل ښار او ولايتونو ډېرى ښوونځي ترميم ته اړتيا لري.
https://avapress.com/vdciyzarpt1a3z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته