کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو ښوونځیو بیارغونه

9 جوزا 1403 ساعت 10:13

د پوهنې وزارت د یوې مرستندویه موسسې په مالي مرسته د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په کابل کې د څلورو ښوونځیو د بیارغونې د پیل خبر ورکړ.


آوا - کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر په اکس پاڼه کې لیکلې چې د یوې مرستندویه موسسې په مالي مرسته په کابل کې د څلورو ښوونځیو د بیارغونې چارې د ۱۴ میلیونه او ۵۷۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.

دغه وزارت زیاتوي چې د بیارغونې په دې پروژه کې د احاطې دیوال جوړول، د روغتیا ساتنې اسانتیاوې او د اوبو د سیستم غځول شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې د کابل ښار او ولايتونو ډېرى ښوونځي ترميم ته اړتيا لري.


د مطلب کود: 291173

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291173/په-کابل-کې-د-څه-باندې-۱۴-میلیونه-افغانیو-لګښت-څلورو-ښوونځیو-بیارغونه

آوا
  https://www.avapress.com