افغان غږ خبری آژانس: د رسنیو د راپورونو له مخې، وسله والو بریدګرو د دوشنبې په ورځ سهار ۷ بجې له افغانستان سره پولې ته څېرمه د پاکستان پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې په پایله کې یې پنځه سرتېري او پنځه بریدګر ووژل شول.
د پاکستان امنیتي چارواکو اعلان کړی، چې دا برید د خیبر پښتونخوا ایالت په شمال لوېدیځ کې په "تاریک دره" کې شوی دی.
تحریک طالبان پاکستان (TTP) د یوې بیانیې په خپرولو سره د دغه برید مسوولیت منلی دی.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د پاکستاني طالبانو بریدونو زور اخیستی دی.